ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د بشري حقونو فعالانو د طالبانو لخوا د یوې نجلۍ د جبري اعتراف وېډيو خپرېدل وغندل

د بشري حقونو فعالانو اتحاد د یوې نجلۍ چې «نوريه» نومېږي، د جبري اعتراف وېډيو د طالبانو ادارې له خوا د خپرېدو په اړه تنده غندنه کړې ده. دې اتحاد دغه کار د بشري کرامت ښکاره ماتول، پر جنسیت ولاړه زورونه او د واک ناوړه استعمال بللی دی.

دې اتحاد د شنبې په شپه (۱۸ دلو) په ټولنیزه شبکه ایکس (X) کې په خپور شوي پیغام کې ویلي، نوريه د سخت فقر او د کورنۍ د سرپرستۍ له امله اړ شوې وه چې د هلک جامې واغوندي او په یوه کافه کې کار وکړي؛ خو د نیول کېدو پر مهال تر پوښتنو او فلم‌بردارۍ لاندې نیول شوې او وېډيو یې په عام ډول خپره شوې ده.

د بشري حقونو د فعالانو په باور، دا ډول چلندونه د سپکاوي، وېرې اچونې او جبري اعتراف اخیستنې څرګندې بېلګې دي؛ هغه کړنې چې په هېڅ حقوقي نظام کې د منلو وړ نه دي او د بشري حقونو بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي.

دغه بنسټ د طالبانو د ادارې غیرقانوني‌والی په ګوته کولو سره ویلي، دا ډله هېڅ قانوني واک نه لري چې وګړي ونیسي، وپوښتي او یا تر بازجويۍ لاندې یې ونیسي. د دوی په وینا، دا ډول کړنې د یرغمل نیونې او په ټولنه کې د وېرې د خپرېدو سره ډېرې ورته دي.

په دوام کې راغلي چې د هلک په بڼه د نجونو اغوستن د فقر، بې‌کارۍ او د طالبانو له واک ته رسېدو راهيسې پراخو اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو جرړې لري، او دغه وضعیت باید د «اخلاقي جرم» په توګه ونه ګڼل شي. د دې اتحاد په وینا، دا حالت د هېواد په کچه د میلیونونو افغان ښځو او نجونو د برخلیک څرګندونه کوي.

د بشري حقونو فعالانو اتحاد په پای کې د نوريې د بې‌قید او شرطه سمدستي پرېښودو، د جبري اعترافونو د اخیستنې له بندېدو، د دې قضیې د بشري جنایت په توګه ثبتېدو او له نړیوالې ټولنې څخه د بشردوستانه مرستو د وېش د تګلارې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button