یونیفل: د اسرائیل پوځ په جنوبي لبنان کې کیمیاوي مواد خوشي کړي

د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکو ځواکونو په جنوبي لبنان (یونیفل) کې اعلان کړی چې د اسرائیل پوځ په یادو سیمو کې یو کیمیاوي مواد خوشي کړي دي. د دې ادارې په وینا، دغه اقدام د ملکي وګړو د روغتیا لپاره خطرناک تمامېدای شي.
د خبري سرچینو د راپور له مخې، یونیفل ویلي چې د یکشنبې سهار اسرائیلي پوځ د هوايي برید پر مهال د دې ځواکونو ته خبر ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي چې د ‘نیلي کرښې’ په نوم پېژندل کېږي او په خوندي ځایونو کې پنا واخلي.
یونیفل زیاته کړې چې د لبنان د وسلهوالو ځواکونو په همکارۍ د خوشي شویو موادو د نمونو راټولول پیل شوي، تر څو د هغوی د زهریت کچه وڅېړل شي. دغه اداره ټینګار کړی چې دا ډول چلند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۷۰۱ پرېکړهلیک سره په تضاد کې دی او له نړیوالو حقوقي اصولو سره سمون نه خوري.
د یونیفل په وینا، د دغو موادو خپرېدل د ملکي اوسېدونکو د روغتیا لپاره خطر رامنځته کولی شي او دا وضعیت د خلکو د خپلو کورونو ته د ستنېدو په اړه جدي اندېښنې زېږولې دي.
په همدې مهال، د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغو موادو د ماهیت او د هغوی د احتمالي اغېزو په اړه څېړنې لا هم روانې دي، په ځانګړې توګه د جنوبي سیمو پر زراعتي محصولاتو د اغېزو د معلومولو لپاره.




