ټولنهیزدوهم سرلیکمهم خبرونه
د نړۍ د خوړو پروګرام له ۷۳۰ زرو ډېرې هراتي کورنۍ له مرستو برخمنې کړې

د نړۍ د خوړو پروګرام (WFP) وايي، له واورې، سختې یخنۍ او د لارو د تړل کېدو سره سره، د دې ادارې کاروانونو وکولای شول چې د خوړو او تغذیې مرستې د هرات ولایت سلګونو زرو اوسېدونکو ته ورسوي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه مرستې تېر میاشت له ۷۳۰ زرو ډېرو کسانو ته په بېلابېلو سیمو کې ورکړل شوې، چې موخه یې د کورنیو ملاتړ د ژمي په موسم کې وه.
د دې ادارې په وینا، د خوړو انتقال د غرنیو لارو او کنګلو شویو سیندونو له لارې ترسره شوی، هغه لارې چې تل له طبیعي خطرونو او لوژستیکي ستونزو سره مل وي.
په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د افغانستان واک په لاس کې لري، د بشري مرستو دوامداره اړتیا ښيي چې ډېرې کورنۍ لا هم له بهرني ملاتړ پرته د ژمي بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولای، کوم څه چې د مرستندویو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي.




